د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چي د طالبانو حکومت د سوداګرۍ د ودې لپاره د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده هم ويلي، چې د هېواد د بندرونو معیاري کولو او د خدمتونو چټکوالي لپاره پرسوداګریزو بندرونو کارونه روان دي او هڅه کوو، چې د لېږد رالېږد - صدراتو او وارداتو د چټکتیا او پراختیا لپاره نور هم اساسي او بنسټز بدلونونه رامنځته کړو.
د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې د هېواد په بندرو کې اوس هم د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوۍ زیاتوي؛ د هېواد په سرحدي سوداګریزو بندرونو کې تخنیکي، مسلکي او بېخبنايي ستونزې شته، چې دې چارې د هېواد د اقتصادي حرکت پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.
دوۍ له اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد په ګمرکونو کې د مالوالو ځنډیدا او د یوه سړک کارول سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړی هیله من شوی، چې د دې ستونزو چټک حل ته باید پام راواړول شي.
ویل کیږي، چې د هېواد د سوداګریز بندرونو د معیاري کولو لپاره په تېرو څلورو لسیزو کې د اړتیا وړ کار ندی شوی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/34281